Pushto News

د امريكا د بهرنيوچارو وزير هېلري كلنټن سوئېلي كوريا ته اورسېده

سېئول 21 جولائي ) د امريكا د بهرنيو چارو وزيره د شورؤ په سهار كوريا ته اورسېده۔ سوئېلي كوريا كښې د امريكائي سفارت وياند ترمخه د هېلري كلنټن الوتكه د مقامي وخت مطابق په 8.20 د سېئول سره نزدې په يو پوځي ډګر راكوزه شوه۔ هېلري كلنټن به د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس سره د دواړو كوريانو د غېر پوځي سيمو دوره كوي چې پكښې به دوي په سوئېلي كوريا كښې د سمندري بېړۍ كښې ډوبېدونكو 46 كسانو ته پېرزونې وړاندې كونكې دستوره كښې ګډون كوي او د سوئېلي كوريا د بهرنيو چارو وزير سره به هم لېدل كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سوئېلي كوريا د بېړې د ډوبېدؤ ذمه وار قطبي كوريا ګرځولې شوې ده خو قطبي كوريا دا تور رد كړې دې۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - July 22, 2010 at 6:02 AM

Categories: Pushto News   Tags:

د پاكستان او اڼدونېشتيا ترمينځه د دفاعي مرستې په لوظ نامه لاس ليك – د دفاع وزير چوهدري احمد مختار او د ده د انډونېشيا هم څنګ په لوظ نامه لاس ليك اوكړؤ۔

اسلام آباد 21 جولائي ) پاكستان او انډونېشيا د دفاع مېدان كښې د مرستې لړ كښې د شورؤ په ورځ يوه لوظ نامه لاس ليك كړه۔ د دفاع وزير چوهدري احمد مختار او د انډونېشيا د دفاع وزير سګيا شورؤ په جكارته كښې په دفاعي لوظ نامه لاس ليك اوكړؤ۔ په دې لړ كښې د دفاع وزارت دفتر كښې يوه خاص دستوره اوشوه د جكارته نه راغلې بيان ترمخه انډوېنشيا كښې د پاكستان سفير ثناﺀ الله دفاعي اتاشي كرنل ظفر الله د پاكستاني د دفاعي پلاوي غړؤ پاكسان كښې د انډونېشياﺀ سفير اسحاق لارؤ كوسينا او د انډونېشيا ﺀ پوځي چارواكو دستوره كښې ګډون اوكړؤ۔ د دې نه وړاندې د دواړؤ وزيرانو ترمينځه خبرې اترې هم وشوې۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - at 6:01 AM

Categories: Pushto News   Tags:

د افغان ځواكونو تربيه كول د پروګرام ترمخه روانه ده۔ ډېوډ كېمرون

واشنګټن 21 جولائي ) د برطانيه وزيراعظم ډېوډ كېمرون وئېلې دي د افغان ځواكونو تربيه د پروګرام ترمخه روانه ده ۔ د وسيلو ترمخه واشنګټن كښې د امريكائي اولس مشر براك اوباما سره د ملاقات نه وروستو ميډيا ته د خبرو په مهال ده ووې كه افغانستان د امنيت ذمه وارۍ پخپله سنبهالې كړي دا به لويه كاميابي وي۔ ده ووې امريكا ٬ برطانيه او نور ملګري هېوادونه به د افغانستان ملاتړ دوامداره ساتي دغسې چې افغانستان بيا د شرخوښو پلور لاړ نه شي۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - at 6:00 AM

Categories: Pushto News   Tags:

پاكستان له به نورې 15 اېف 16 الوتكې تر جنوري 2011 وركړو۔ امريكا

واشنګټن 21 جولائي ) امريكا وئېلې دي پاكستان له به نورې 15 اېف 16 الوتكې تر جنوري 2011 وركړؤ۔ يو اېس ډپيارټمنټ آف اسټېټس څخه خپور شوي بيان ترمخه په جون 2010 كښې پاكستان 3 اېف 16 اغستې وې او د نورؤ الوتكو د اغستو عمل به د راروان كال په پېل كښې ترسره شي۔ بيان كښې وئېلې شوې دي چې د 2001 نه تر اوسه امريكا پاكستان له دكولېشن سپورټ فنډز او امن مرستې په لړ كښې 12 اربه ډالره وركړې دي په دې كښې امريكا پاكستان له 8 اربه 10 كروړه ډالره يوازې د كولېشن سپورټ فنډز لاندې وركړې دي۔ دا هغه خرڅونه دي چې پاكستاني حكومت د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كړې دي۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - at 5:59 AM

Categories: Pushto News   Tags:

د پاكستان او ايران ترمينځه د تېلو او ګېس په څانګو كښې د مرستې او د ايران څخه د برېښنا راوستلو په پروژو كار ګړندې كول غواړي ۔ د اوبو برېښنا او تېلو قدرتي وسيلو وزيران به زر د ايران دوره كوي۔ د وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني د ايران سفير ماشاﺀ الله شاكري سره خبرې

اسلام آباد 21 جولائي ) ( وزيراعظم سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلې دي د پاكستان او ايران ترمينځه د تېلو او ګېس په څانګو كښې مرسته او ايران څخه د برېښنا راوستلو په پروژؤ كار ګړندې كول غواړي۔ د اوبو برېښنا اوتېلو قدرتي وسيلو وزيران به زر د ايران دوره كوي ۔ ده د شورؤ په ورځ وزيراعظم سېكرټرېټ كښې د ايران سفير ماشاﺀ الله شاكري سره خبرې كولې۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه د ايران كمپنۍ چاله چې د ګوادر لپاره د 100 مېګاواټ برېښنا وركولو ټھيكه د وړاندې نه وركړې شوې ده هغوي به په دې منصوبه پرله پسې عمل كوي ۔ وزيراعظم ووې پاكستان د ايران سره اسلام آباد كښې په 2 او 3 اګست كېدونكې په ګډه اقتصادي كمېسيون غونډې د 18 ناستې په طمعه دې چې پكښې به د ايران د پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزيرې كوي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د اقتصادي كمېسيون غونډې په مهال به د اقتصادي مرستې د ټولو برخو جاج اغستلې شي۔ وزيراعظم دا خبره او ستائله چې ايران به د نوشكې سړك جوړه وي كوم به چې وروستو د ايران او پاكستان پولې سره جنګولې شي۔ ده د ايران سفير له باور وركړؤ چې د دې منصوبې په لار كښې ټول خنډان او ستونزې به زر تر زره لرې كولې شي۔ وزيراعظم د ايران د سفير دې وړانديز سره سلا شو چې د بلوچستان وزير اعلی له د سيستان صوبې دوره كول پكار دي او سباؤن كښې د دواړؤ ولايتونو ترمينځه د خوښې په معاملاتو رابطې او مرستې زياتولو له د دواړؤ ترمينځه پلاوي لېږل پكار دي۔ د ايران سفير ماشاﺀ الله شاكري پاكستان كښې د استوګنې په مهال د پرله پسې مرستې كولو پحقله د وزيراعظم او حكومت مننه اوكړه۔ ده وزيراعظم له باور وركړو چې ايران به د دواړو هېوادونو د اړخه جاج اغستو تر سره كولو نه وروستو د 1 زر مېګاواټ برېښنا وركولو منصوبو له زر اخرني شكل وركولو كښې مرسته كوي ۔ ده ووې بلوچستان د ايران لپاره د ګېټ وے په سوب لوې اهميت لري او ايران د دواړو هېوادونو ترمينځه د سړك او رېل رابطې جوړول غواړي۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - at 5:58 AM

Categories: Pushto News   Tags:

د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال طارق مجيد سره د ناټو د ستر سېكتر ملاقات

اسلام آباد 21 جولائي ) ( د جوائنټ چيف آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال طارق مجيد سره د ناټو د ستر سېكتر جنرال اېنډرس فوګ راسموسن ملاقات اوكړو۔ د شورؤ په ورځ د آئي اېس پي آر ترمخه ملاقات كښې په سباؤن كښې د افغانستان لپاره د ناټو د تږ لار٬ د كابل كنفرنس د مهمو نتيجو او ترهه ګرۍ او شرخوښۍ په ضد د پاكستان په هڅې كولو كښې په پيش رفت د خيالاتو څرګندونه وشوه او په سوئېلي آسياﺀ كښې ستراتيجيكي استحكام سره پېوست چارو باندې هم خبرې وشوې ۔ ملاقات كښې د پېښو اقتصادي او سېكورټي چيلنجز د مخ نيوي لپاره د پاكستان په استعداد كښې زياتوالې او سباؤن كښې د غوره ٬ پراخه بنياد او د دوه اړخيزه ګټې مرستې له ادارجاتي حېثيت وركولو لپاره د جوړېدونكي فريم ورك پشمول د پاكستان او ناټو په اړيكو هم خبرې اترې وشوې۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - at 5:55 AM

Categories: Pushto News   Tags:

د پوځ سرلښكر جنرال اشفاق پروېز كياني سره د ناټو د ستر سېكتر ملاقات

اسلام آباد 21 جولائي ) ( د پوځ سر لښكر جنرال اشفاق پروېز كياني سره د ناټو د ستر سېكتر جنرال اېنډرس فوګ راسموسن د شورؤ په ورځ په جنرل هېډكوارټر كښې ملاقات اوكړو۔ د آئي اېس پي آر ترمخه ستر سېكتر ترڅه وخته د پوځ سر لښكر سره ؤ او په ده سره ئۍ دوه اړخيزه د خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كوله۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - at 5:54 AM

Categories: Pushto News   Tags:

د امريكا د بهرنيو چارو وزير د جنرال اشفاق پرويز كياني په موده زياتولو كښې هېڅ كردار نه دې ترسره كړې – د امريكا سفارتخانه

اسلام آباد21جولائي پاكستان كښی د امريكا سفارت خانې په ډاګه كړې ده چې د امريكا د بهرنيو چارو وزېرې هېلري كلنټن د جنرال اشفاق پروېز كياني د ملازمت په موده كښی زياتوالي كښې هېڅ كردار نه دې ترسره كړې۔ د شورو په ورځ خپور كړي بيان كښې وياند يو قاقي ورځپاڼې په حقله د جولائۍ په 20 نېټھ خپور شوې خبر بې بنسټھ ګرځولې دې۔ بيان كښی وئېلې شوې دي د پاكستان ابلاغ وسيلو سره مركه كښی هېلري كلنټن په دوه ټكو كښې وئېلې دي چې دا د پاكستان كورنۍ معامله ده۔ مونږ په دې حقله هېڅ معلومات لرو او نه به سباؤن كښې په دې حقله خبره وكړو۔ وياند ووې ورځپاڼې د امريكا پالېسي په وران شكل وړاندې كړې ده۔ د وياند نېغ په نېغه ترديد كولو نه ځانله د امريكا د لاس وهنې بې بنسټه دعوی كړی شوې ده۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - at 5:53 AM

Categories: Pushto News   Tags:

د بهرنيو چارؤ وزير شاه محمود قرېشي په 17 آسيان سيمه ايز فورم كښې وزارتي غونډه كښې به د پاكستان د پلاوي مشري كوي۔ دوه ورځنۍ غونډه به (نن) په هنوئي كښې پېل كېږي۔

كمپالا 21 جولائي ) (د بهرنيو چارؤ وزير شاه محمود قرېشي په 17 آسيان سيمه ايز فورم كښې وزارتي غونډه كښې به د پاكستان د پلاوي مشري كوي۔ كوم چې (نن) د ويتنام په ښار هنوئي كښې پېل كېږي۔ د بهرنيو چارو وزير دفتر وياند ترمخه پاكستان د آسيان سيمه ايز فورم ته د قدر په سترګه ګوري۔ د بهرنيو چارو وزير به د چين او جاپان هم څنګو او د ويتنام دوهم وزيراعظم نه ځانله د مهمو هېوادونو پلاويو سره لېدل كتل كوي۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - at 5:51 AM

Categories: Pushto News   Tags:

د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوخت د پاكستان د امنيتي څانګو استعداد زياتولو له د ناټو لخوا د ټرسټ فنډ د جوړولو هركلې كوو۔ پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې زيان كړې دې۔ زمونږ امنيتي ځواكونو او اولس لوئې قربانۍ وركړې دي۔ د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره مونږ له اسانۍ او ضروري سامان پكار دې۔ زمونږ په لوظ شك نشي كېدې۔ افغانستان كښی امن ٬ وده ٬ سوكالي او د حكومتي څانګو استعداد زياتولو له به په نړيوالو هلو ځلو كښې بشپړ مرسته كوو۔ د اولس مشر د ناټو د ستر سېكتر سره خبرې اترې

اسلام آباد 21 جولائي ) ( اولس مشر آصف علي زردار د ناټو لخوا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښی بوخت د پاكستان د امنيتي څانګو استعداد زياتولو له د ټرسټ فنډ جوړولو هركلي كولو سره وئېلې دي چې عسكريت خوښي او د ترهه ګرۍ د چېلنجونو ختمولو لپاره د پوځي او سول چارواكو تربيه او استعداد زياتولو اړتيا ده۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ يوازې د پاكستان تر پولو محدود نه دې بلكې ټوله نړۍ د دې ښكار ده۔ پاكستان د انسانانو او مالي زيانونو په شكل كښې لوئې زيان پورته كوي۔ زمونږ امنيتي ځواكونو او اولسي ودانۍ لوئې قربانۍ وركړې دي۔ د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره مونږ ته اسانۍ او ضروري سامان پكار دې۔ زمونږ په لوظ شك نشي كېدې ۔ افغانستان كښې د امن راوستل ٬ وده ٬ سوكالۍ او بيا ودانۍ لپاره په نړيوالو هلو ځلو كښې به مرسته كوو۔ ده د شورؤ په ورځ ايوان صدر كښې د ناټو ستر سېكتر اېنډرو فوګ راسموسن سره خبرې كولې۔ په دې مهال پاكستان كښی د تركيه سفير بابر هزلان ٬ د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ٬ د كورنيو چارو وزير رحمان ملك ٬ د دفاع سېكتر سيد اطهر علي او د اولس مشر وياند فرحت الله بابر نه ځانله نور اعلی چارواك هم موجود وو۔ ده هيله څرګنده كړه چې ناټو به د دې جوړونكي ټرسټ فنډ لاندې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د بوختو پاكستاني څانګو استعداد زياتولو له سامان وركړي۔ ده د ناټو لخوا د پاكستان كارمندانو د تربيه كولو اسانۍ وركولو د وړاندېز ستائنه وكړه او د دې اسانيو په زياتوالي ئۍ زور راوړو۔ ده ووې د پوځي كارمندانو او سول چارواكو استعداد زياتولو تربيه عسكريت خوښۍ او ترهه ګرۍ په سوب د پېښو چېلنجونو د غوره مخ نيوي لپاره ارزښت دې۔ ده ووې پاكستان او ناټو د سيمه ايز او نړيوال امن راوستلو له په ګډه مقصدونه لري او د ترهه ګرۍ په ضد د نړيوالې ملګرتيا شريكوال يو۔ د هېواد لخوا پورته كړي شوي لويو زيانونو او امنيتي ځواكونو اولسي ودانۍ لويو قربانيو په سوب حكومت ټول عمري په خپلو شريكوالو زور راوړي چې دوي خپلې هڅې ګړندۍ كړي او د عسكريت خوښۍ په ضد جنګ كښې هېواد له ضروري سامان وركړي۔ ده ووې د پاكستان اولسي حكومت د شرخوښو قوتونو لخوا نړۍ د عدم استحكام په اندښنې سره د مخ كولو د معاملې نه خبر دې او مونږ د دې لعنت ختمولو لپاره د چېلنج په توګه د دوي په ضد عمليات پېل كړې دي۔ اولس مشر ووې مونږ په نړۍ ثابته كړې ده چې مونږ د دې چېلنج د لرې كولو صلاحيت او لوظ لرو خو مونږ ته د اسانيو ٬ ضروري سامان سره سره د استعداد زياتولو حاجت دې۔ ده ووې د پاكستان د نان ناټو ملګرتيا په حېث ټاكنه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ده د مهم كردار تسليمولو څرګند ثبوت دې۔ اولس مشر ووې پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړي چې ځپليو شويو سيمو كښې په زونز راجوړولو كښی ملاتړ وكړي دغسې د عسكريت خوښۍ ذهنيت بدل كړې شي او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ وګټلې شي۔ اولس مشر پاكستان لپاره ماركيټ ته پرله پسې رسائي ترلاسه كولو لپاره د ناټو د ملاتړې ستائنې كولو سره ووې د پرمختګ او موخو وده د عسكريت خوښۍ نه د سختې ځپليو شويو سيمو د حالات ښه كولو يوازې لار ده۔ د سيمه ايز صورتحال ذكر كولو سره اولس مشر ووې چې ګاونډي هېواد افغانستان كښې امن او وده د پاكستان په ګټه كښې ده۔ د مضبوط او مستحكم افغانستان سره ترهه ګرو له فنډ او وسلې وركولو اسانيو ټول عمر له ختمولو كښی به مرسته ترلاسه شي۔ ده ووې نشه ئي توكي د عسكريت خوښو لپاره د فنډ او وسلو وركولو په توګه كارولې شي ځكه نړيوالې ورورولۍ له د قاچاق د مخ نيوي په لړ كښی په خاص توګه د پام راګرځولو حاجت دې۔ ده ووې د نورو فصلونو او كروندګرو له د اسانيو وركولو سره د افيمو كرونده په غوره ډول ختمېدې شي۔ اولس مشر د عسكريت خوښو په ضد عملياتو كوونكو د امنيتي څانګو كارمندانو له د لږې معاوضې ذكر هم وكړو۔ ده ووې د نشه ئي توكو پېسې نه يوازې عسكريت خوښو له ښه پېكج بلكې خفه او بېروزګاره ځوانانو دهوكه كولو لپاره هم كارولې كېږي۔ ده ووې نړيوالې ورورولۍ له افغانستان كښی د امن او سوكالۍ سره د هغوي د دولتي څانګو د بيا وودانۍ لپاره هلوځلو كښې ملاتړ كول پكار دي او پاكستان به د افغان څانګو استعداد زياتولو په لړ كښې هر ممكن ملاتړ كوي۔ د ناټو ستر سېكتر د عسكريت خوښۍ ختمولو او د پولې نه پورې مسائلو سياسي حل لپاره د پاكستان د حكومت د هلو ځلو او ګامونو پورته كولو ستائنه وكړه۔

Be the first to comment - What do you think?  Posted by msajid - at 5:50 AM

Categories: Pushto News   Tags:

Next Page »